'روسیه د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو وروستیو پایلو اعلان ته په تمه ده'

د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن

په داسې حال کې چې د نړۍ د مشرانو شمېر چې د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن ته د بریا مبارکي ورکوي، په زیاتېدو دی، کریملین وایي، مخکې له دې چې په دې اړه څرګندونې وکړي، د ټاکنو وروستۍ او رسمي پایلې ته منتظر دي.

د کریملن ویاند دیمیتري پسکوف نن په یوه خبري کنفرانس کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ۲۰۱۶ کال چې د ولسمشرۍ د ټاکنو رسمي پایله نه وه اعلان شوې، ډونالډ ټرمپ ته مبارکي ورکړه وویل، تاسو وینئ چې د اوسني ولسمشر له خوا د ځینو مشخصو قانوني پروسو اعلان شوی دی.

هغه زیاته کړه: "موږ په دې باور یوو چې ښه به دا وي چې د ترسره شویو ټاکنو د رسمي پایلو تر اعلان پورې منتظر شو، ولسمشر پوتین په ځلونو ویلي چې دی به د هر هغه انتخاب درناوی وکړي چې د امریکا وګړي یې کوي او دی به دې ته چمتو وي چې د امریکا له هر منتخب ولسمشر سره ګډ کار وکړي."

بایډن د نومبر په اومه د ولسمشرۍ د ټاکنو له ترسره کېدو څلور ورځې وروسته د کالج یا ټاکنیزو ۲۷۰ رایو په خپلولو سره چې سپینې ماڼۍ ته د رسېدو لپاره اړینې دي، بریالی شو خو په یو شمېر ایالتونو کې د رایې شمېر لا تر اوسه نه دی بشپړ شوي او ټرمپ هم په څو مهمو ایالتونو کې د رایو د پایلې پر وړاندې محکمې ته دعوا کړې ده.

که څه هم تمه نه کېږي چې دغه اقدام به په ټوله کې د الکترول کالج د رایو پر نتیجې اغېز وکړي خو د انتخاباتي کالج غړي به د ډسمبرپه ۱۴ مه غونډه وکړي او رسمي پرېکړه به اعلان کړي.