په ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ د پانګونې د ملاتړ دوه ورځنی کنفرانس پیل شو.
د کرنې ریاست مسؤلین وایي، د کنفرانس له جوړېدو یې موخه د کرنیز سکټور په برخه کې د پانګه والو ستونزو ته د حل لارو موندل او په دې برخه کې پانګونې ته هڅول دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست مسؤلین وایي، د کنفرانس له جوړېدو یې موخه د کرنیز سکټور په برخه کې د پانګه والو د ستونزو حل، د بهرنیو صادراتو مخنیوی او په زراعتي برخه کې پانګونې ته هڅول دي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئیس انعام الله ساپي وویل چې د یاد کنفرانس په ترڅ کې به د کرنيز سکټور له کاروباريانو سره مالي او تخنيکي مرستې هم ترسره شي.
هغه زیاته کړه: "موخه له کنفرانس دا ده چې د کرنې په برخه کې پانګه وال شته ستونزو ته د حل لاره پیدا او خپل صادرات زیات او واردات کم کړو."
په همدې حال کې ولایتي چارواکي بیا په هېواد کې د فقر او لوږې د له منځه وړلو لپاره د زراعت په برخه پر پانګونې ټينګار کوي.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل یاد کنفرانس ته د وینا پر مهال پانګوال د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پانګونې ته وهڅول او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
هغه وویل: "پانګه والو ته په کار ده چې خپلې پانګې په کور دننه مصرف کړي، سړې خونې جوړې کړي، ځکه د نشتون له امله یې زمونږ تولیدات بېرته پر مونږ په لوړه بیه پلورل کېږي."
نوموړي په حکومت هم نیوکه وکړه چې د کرنې په برخه کې په تېرو کلونو کې یې هغسې چې لازمه وه، پاملرنه نه ده کړې.
په ننګرهار کې داسې مهال د کرنې او مالدارۍ د پانګونې د ملاتړ کنفرانس جوړېږي چې لاهم د دې ولایت کروندګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي او وایي، حکومت یې ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې جدي نه دی.