افغانستان کې د روان کال تر پایه ۴،۷۷۱ هکټار باغونه جوړېږي

ارشیف

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، د روان کال تر پایه به په ټول هېواد کې ۴ زره ۷۷۱ هکټاره باغونه جوړ شي.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، د دې باغونو د جوړولو چارې د روان مالي کال له پیل سره شروع شوي او تر دې دمه ۴ زره ۶۳۰ هکټاره‌یې بشپړ شوي دي.

د ښاغلي رستمي به خبره، له دې ډلې ۱۹۵ هکټاره‌یې متراکم او نیمه متراکم باغونه او ۱ زرو ۳۱۸ هکټاره‌یې د پخوانیو باغونو بیا رغونه ده.

رستمي زیاتوي، دا باغونه د بېلابېلو مېوو لرونکو ونو دي او په ۳۴ ولایتونو کې به جوړ شي.