ماليې وزارت: ګمرکونو کې د فساد له امله ۴۰ سلنه عواید ضایع کېږي

د مالیې وزارت

د افغانستان ماليې وزارت وايي، ګمرکونو کې د قاچاق او فساد له امله ۴۰ سلنه عواید ضایع کېږي.

د دې وزارت ویاند شمروز مسجدي ازادي راډیو ته وویل، په ګمرکونو کې د یادو لاملونو ترڅنګ په جنس کې بدلون او د غلطو تعرفو لږول هغه څه دي چې له امله‌یې په لوړه کچه عواید له لاسه وځي.

ښاغلی مسجدي زیاتوي، اوس دوی د دې وضعیت کنټرول لپاره ځانګړې تګلاره په پام کې نیولې چې پر بنسټ به‌یې په ګمرکونو کې د ازادو سیالیو له لارې د وړ کسانو ګمارنه، د ډیجیټلي تلو او سکنرونو نسبول او دغه‌شان د قاچاق څخه مخنیوي په خاطر د امنیتي ځواکونو سره همغږي شامل دي.

د رسمي معلوماتو له مخې د افغان حکومت عواید په تېرو ۸ کلونو کې کال په کال پورته شوي وو، خو دا ځل د نورو مواردو ترڅنګ د کرونا ویروس له امله په بې‌سارٍي توګه راټیټ شوي چې یوه لویه او عمده برخه‌یې د ګمرکونو عواید دي.

د افغانستان مالیې وزارت وايي، په روان ۱۳۹۹ لمریز کال کې تر اوسه پورې له ګمرکونو ۶۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي چې تېر کال ۶۷ میلیارده و.