د کندهار په میوند ولسوالۍ کې موټر بم برید لږترلږه ۴ تنه وژلي

د کندهار نقشه

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې موټر بم برید لږترلږه ۴ تنه وژلي او له ۳۰ زیات نور یې ټپیان کړي دي.

د ازادي راډیو خبریال د ځایي سرچینو په حواله وایي چې له چاودېدونکو توکو ډکې مازدا په وسیله دغه برید پرون ماښام میوند کې د لویې لارې د ساتنې پر کنډک شوی دی.

د کندهار میرویس روغتون ته ۳۲ ټپیان او ۴ جسدونه لېږدول شوي چې وژل شوي ټول ملکیان او ټپیانو کې ۱۶ پولیس او ۱۶ ملکي وګړي دي.

چارواکي وایي، چاودنې شااوخوا کورونه هم نړولي او داسې وېره شته چې ممکن مرګ‌ژوبله زیاته وي.

تر اوسه د چاودنې مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی.