یو شمېر افریقايي رهبرانو جوبایډن او مرستیالې ته‌یې د بریا مبارکي ورکړه

جوبایډن او کمالا هاریس

یو شمېر افریقايي رهبرانو د ډونالد ټرمپ په وړاندې د جوبایډن او د هغه د مرستیالې کمالا هاریس د بریا په تړاو مبارکي ورکړې ده.

د ګانا ولسمشر نانا ادو دانکوا ویلي هیله‌من دی چې د بایډن د ولسمشرۍ دوره له یووالي، امنیت، پرمختګ او سوکالۍ ډکه وي.

د سوېلي افریقا ولسمشر سیریل رامافوسا هم هیله ښودلې چې له امریکا سره اړیکې او همکارۍ غښتلې او پراخې شي.

د نایجریا ولسمشر محمدو بوهاري په خپل ټویټر لیکلي چې له بایډن غواړي څو د خپلو تجربو څخه په استفادې دې د نشنلېسټي پالېسیو د منفي پایلو مخه ونیسي.

نایجریا څه وخت مخکې 'د تور پوستانو ژوند مهم دی' له پراخو مظاهرو چې په امریکا کې ترسره کېږي ملاتړ وښود او خلکو یې لاریون وکړ.