الهام علییف: پوځیانو د نګورنو قره باغ دوهم لوی ښار شوشي نیولی

د اذربایجان جمهور رئیس الهام علییف

د اذربایجان جمهور رئیس الهام علییف وايي چې پوځیانو یې د نګورنو قره باغ دوهم لوی ښار شوشي نیولی دی.

د الهام علییف تر اعلان وروسته ګڼ خلک د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې سړکونو ته ووتل او ښادۍ یې وکړې.

ارمني چارواکو د علییف دا ادعا رد کړې، خو د دغه ښار په شااوخوا سیمو کې یې د جګړو خبره تأیید کړې ده.

په نګورنو قره‌باغ کې جګړې د سپټمبر له ۲۷مې راهیسې روانې دي.

د نړیوالې ټولنې هڅو هم تر اوسه نتیجه نه‌ده ورکړې او څو واره ټینګ شوي اوربندونه مات شوي دي.

له تازه جګړو د ارمنستان په تېره بیا قره‌باغ لوري ته شااوخوا ۱،۲۰۰ کسان وژل شوي. باکو بیا که څه هم د خپلو پوځیانو مرګ‌ژوبله نه‌خپروي، د نږدې ۹۰ تنو ملکیانو وژنه‌یې تأیید کړې ده.

زرګونه کسان دواړو خواوو ته ټپيان شوي هم دي.