په نړیواله کچه د بایډن د بریا هرکلی؛ روسیې چوپتیا غوره کړې

جوبایډن

د امریکا متحدانو د دغه هېواد د راتلونکي ولسمشر په توګه د جوبایډن د ټاکل کېدو سمدستي هرکلی وکړ او جرمني د اتلانتیک د دواړو خواوو ترمنځ یو نوی او په زړه پورې باب وباله خو روسیې چوپتیا غوره کړې ده.

د بایډن له ټاکل کېدو د کریملن سوړ دریځ کومه عجیبه خبره هم نه ده.

ویل کېږي چې بایډن به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پرتله د روسیې پر وړاندې د دغه هېواد د بشري حقونو مخینې په اړه سخت دریځ غوره کړي.

منتخب ولسمشر بایډن په ځلونو پر ګاونډیو د یرغل او د نورو هېوادونو په ټاکنو کې د لاسوهنې په ګډون د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اقداماتو، چې دی ناوړه اقدامات بولي، نیوکې کړې دي.

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل ویلي له بایډن سره د اړیکو لا پیاوړتیا ته سترګې په لاره ده.

د ناتو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په ټویټ کې بایډن ته مبارکي ورکړې، هغه یې د دې تړون یو پیاوړی ملاتړی بللی او ورسره یې د نږدې همکارۍ هیله کړې ده.

د اروپایي ټولنې مشرانو چارلز میشل او اورزولا فون دیرلان د ولسمشر په توګه د بایډن د ټاکل کېدو هرکلی کړی او د اتلانتیک د دواړو لورو ترمنځ یې د پیاوړیو اړیکو غوښتنه کړې ده.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په یوه ټویټ کې جوبایډن ته مبارکي ورکړې او ویلي يې دي چې نن ورځ ډېرې ستونزې شته چې د هواري لپاره یې په ګډه کار وکړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي بایډن ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې هېواد یې له متحدو ایالتونو سره راتلونکې ستراتیژیک شراکت ته خوشبین دی.