محمد اشرف غني د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن ته د بریا مبارکي ورکړه

د عکس ښي لورته جوبایډن او چپ لور ته محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ډیموکراټ کاندید جوبایډن او د هغه مرستیالې کماله هارېس ته د بریالتوب مبارکي ورکړې.

ولسمشر غني په یوه ټویټ کې ویلي چې افغانستان له خپل اساسي متحد، له متحدو ایالتونو سره د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې او په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو په ګډون د دوه اړخیز ستراتیژیک شراکت لا پیاوړي کېدو ته سترګې په لاره دی.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم هم د بایډن د انتخابېدو په اړه ازادي راډیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې دوی هیله من دي چې د هغه ټاکنه به د نړیوالو په خیر او په تېره بیا په افغانستان کې د موجودو ستونزو په هواري تمام شي او د سولې پر شویو موافقو کوم منفي اغېز ونه لري، بلکې له عملي کېدو سره یې لا مرسته وکړي.

دغه راز د پاکستان صدراعظم عمران خان هم د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو ګټونکې جوبایډن او د هغه مرستیالې ته په ټویټ کې د مبارکۍ په یوه پیغام کې ویلي چې دواړه لوري به په افغانستان او سیمه کې د سولې په ټینګېدو کې له امریکا سره ګډ کار ته دوام ورکړي.

جوبایډن د نومبر د درېمې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ۲۷۳ کالج یا ټاکنیزو رایو په ګټلو له خپل جمهوریپال سیال ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه ټاکنې ګټلي دي.

ټرمپ تراوسه خپله ماته نه ده منلې.