په کابل کې د کانفو د دوېیمې درجې لوبڅارانو روزنیزه دوره نن د یکشنبې (د لړم ۱۸مه) پيل شوه.
د افغانستان د ملي المپيک کمېټې ویاند مجیب قاريزاده نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه روزنیزه دوره کې د ۳۲ ولایتونو د کانفو فدارسیون استازو ګډون کړی وو.
ښاغلي قاريزاده زیاته کړه چې په دغه پنځه ورځني کورس کې به ګډونوال د کانفو لوبې نوي قوانین زده کړي.
مجیب قاريزاده همداراز وايي چې له دې زدهکړو نه هدف په افغانستان کې د کانفو لوبو د لوڅارانو د وړتیاوو لوړول دي.