د صنعت او سوداګرۍ وزارت: له پاکستانه واردات کم شوي

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې له پاکستانه افغانستان ته په وارداتو کې کموالی راغلی.

د دغه وزارت د عامه اړیکو رئیس جواد دبیر ازادي راډیو ته وویل، په تېرو شپږو میاشتو کې د تېرکال د همدې مودې په پرتله په وارداتو کې ۶۴ میلیونه ډالره کموالی راغلی.

ښاغلي دبیر یې لامل قرنطین، په افغانستان کې د تولیداتو رشد او له نورو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې بولي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې تېرکال پاکستان افغانستان ته د یو میلیارد ډالرو په ارزښت بېلابېل توکي وارد کړي، خو وړاندوینه دا ښیي چې د روان کال تر پایه به دغه واردات ۸۰۰میلیونو ډالرو ته راښکته شي.