بلاروس کې زرګونه کسانو بیا لاریون کوي

بلاروس کې لاریون کوونکي

په پام کې ده چې نن هم په زرګونه کسان په بلاروس کې په اعتراضونو کې برخه واخلي او له قدرته د الکساندر لوکاشینکا د استعفا غوښتنه وکړي.

دا پرله‌پسې ۱۳مه یکشنبې ده چې په بلاروس کې د لوکاشینکا ضد اعتراضونه ترسره کېږي. د تېرې یکشنبې د ورځې په اعتراضونو کې له ۲۰۰ زیات کسان د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوي و.

په دې هېواد کې د اګسټ د نهمې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو پر سر چې لوکاشینکا یې ګټونکی اعلان شوی، مظاهرې پیل شوې مظاهرې تر اوسه روانې دي.