د بېلاروس په پلازمېنه مېنسک کې پولیسو ۳۰ ډاکټران نيولي 

د بېلاروس مېنسک

د بېلاروس په پلازمېنه مېنسک کې د شنبې په ورځ (د نومبر ۷مه) پولیسو لږ تر لږه ۳۰ ډاکټران نيولي دي.

د بشري حقونو ادارې وياسنا ويلي چې دا ډاکټران د يوې مظاهرې لپاره راټول شوي وو. خپره شوې ويډيو ښيي چې ماسکونه پرمخ – پوليس، نيول شوي کسان په یوه ميني بوس موټر کې له ځان سره بيايي.

د مېنسک پولیسو د يو شمېر مظاهره چيانو نيول تأييد کړي دي.

په بېلاروس کې د اګسټ د نهمې له انتخاباتو راهیسې مظاهرې را روانې دي. په دغو انتخاباتو کې الکېساندر لوکاشینکا د شپږم ځل لپاره د ولسمشر په توګه ګټونکی اعلان شو. سیاسي مخالفو ډلو او د بېلاروس ډېرو وګړو د انتخاباتو نتيجې له درغليوو ډکې بللې دي.

د امریکا متحده ايالاتو او اروپايي‌ ټولنې د الکساندر لوکاشينکا بریا په رسميت نه ده پېژندلې.