د ایران د بشري حقونو مدافع 'ستوده' په موقت توګه خوشې شوې

د ایران د بشري حقونو مشهوره مدافع نسرین ستوده

د ایران د بشري حقونو مشهوره مدافع نسرین ستوده چې د جاسوسۍ په تور په زندان کې وه، په موقت توګه ازاده شوې ده.

د ایران د قضایه قوې خبري اژانس میزان پرون د شنبې په ورځ د نومبر په اوومه نېټه پرته له جزئیاتو راپور ورکړی چې نسرین ستوده د ښځو د زندان له سرپرست مشرې سره په توافق راخوشې شوه.