بېلاروس کې لومړنۍ اټومي بټۍ پرانیستل شوه

لیتوانیا دغه اټومي بټۍ یې د پلازمېنې په ۵۰ کیلومترۍ کې جوړه شوې، د دې بټۍ مخالفت کړی دی. 

الکساندر لوکاشینکا په بېلاروس کې لومړنۍ اټومي بټۍ رسماً پرانیسته.

ده ویلي، چې د ختیځې اروپا دغه هېواد به د یوه اټومي ځواک په توګه پیاوړی شي.

لوکاشینکا په هغه وینا کې چې نن له دولتي ټلویزیون نه خپرېده وویل: "استراویست اټومي بټۍ د راتلونکي پر لوري یو ګام دی، چې زموږ د هېواد امنیتي ځواک یقیني کوي."

لیتوانیا دغه اټومي بټۍ یې د پلازمېنې په ۵۰ کیلومترۍ کې جوړه شوې، د دې بټۍ مخالفت کړی دی.

دغه اټومي بټۍ د روسیې ساخت ده او د مسکو د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د پور په پیسو جوړه شوې ده.