د ملګرو ملتونو یوې ادارې له ایرانه غوښتنه وکړه د هغې اوکراینۍ الوتکې په اړه څېړنه ګړندۍ کړي، چې په جنورۍ میاشت په تېروتنې ویشتل شوې وه.
د مسافروړونکې الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې یو سل او شپږاویا کسان وژل شوي وو.
د ملګرو ملتونو ملکي هوايي چلند د نړیوال سازمان شورا پرون له ایرانه وغوښتل د اوکراینۍ الوتکې د نسکورېدو د وژونکې پېښې په اړه څېړنې چټکې کړي.
د اوکراین نړیوال هوايي شرکت هغه الوتکه د جنورۍ پر اتمه د تهران له هوایي ډګره تر الوتنې لنډه شېبه وروسته وویشتل شوه.
د ایران چارواکو ورو- ورو تایید کړه، چې د دغه هېواد هوايي ځواک دغه الوتکه چې کییف ته روانه وه، سهواً ویشتلې ده.