سیمه ییز چارواکي: ارغنداب کې ماین چاودنې ۵ ملکیان وژلي

ارشیف

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۵ ملکیان وژلي او دوه نور ټپیان کړي دي.

د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي ازادي رادیو ته وویل، چاودنه نن سهار پر هغه زرنج موټرسایکل شوې، چې ملکیان په کې روان وو.

هغه زیاته کړه: "له بده مرغه په دې چاودنه کې پنځه تنه ملکیان شهیدان شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي، له پېښې سره سم مړي او ټپیان میرویس حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي."

تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.

خو چارواکي وايي، د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ چې تازه له وسله والو طالبانو تصفیه شوې، لا هم د تازه خښ شویو ماینونو خطر په کې شته.

بلخوا نن غرمه د زابل په مرکز کلات کې هم په موټربمب حمله کې درې ملکیان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.