'د سویابینو د ۳۰۰ ننداریزو قطعو د جوړولو چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوي'

آرشیف

د افغانستان کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، د سویابینو د ۳۰۰ ننداریزو قطعو د جوړولو چارې څه باندې ۶۰ سلنه بشپړې شوي دي.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په روان کال کې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د سویابینو د ۳۰۰ ننداریزو قطعو د جوړولو چارې پيل کړې چې جوړېدو ته نږدې شوي دي.

د سویابینو د یادو ننداریزو قطعو جوړېدو موخه د کورنیو په کچه د سویابینو پېژندنه، د بزګرانو ترمنځ د نورو کرنیزو ټکنالوژیو دودول او د سویابینو تولیداتو زیاتول دي.

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې سویابین ډېر پروټین لرونکي دي چې کښت یې جوزجان، ننګرهار، کابل، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو کې ترسره کېږي.