چارواکي: د شېبر لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

ارشیف

د بامیان ولایت د شېبر ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو.

د بامیان د والي ویاند عبدالطیف عظیمي ازادۍ راډیو ته وویل، د طالبانو نومول شوی ولسوال امان الله پرون په ځانګړو عملیاتو کې په نښه شوی دی.

د والي ویاند د طالبانو دغه مشر په شېبر ولسوالۍ کې د تلې/ میزان د پنځمې د ماین چاودنې اصلي عامل بللی دی.

په هغه چاودنه کې ۹ سرتېري وژل شوي وو.