د امریکا د سترې محکمې یوه قاضي د جمهوري غوښتونکو وړاندیز رد کړ

قاضي سامویل الیتوس

د امریکا د سترې محکمې یوه قاضي د جمهوري غوښتونکو دا وړاندیز رد کړ چې په پنسلوانیا کې دې سمدستي د رأیو شمېرنه ودرول شي.

قاضي سامویل الیتوس دا پریکړه وروسته تردې وکړه چې جمهوري غوښتونکو په پنسلوانیا کې له سترې محکمې وغوښتل چې د هغو رایو شمېرنه دې ودروي چې وروسته تردې د پوستې له لارې رسیدلې دي چې د رأی اچولو مرکزونه تړل شوي وو.

جمهوري غوښتونکو له سترې محکمې د یو شمېر رأيو د شمېرنې د درېدو غوښتنه پرون وروسته تر دې وکړه چې په پنسلوانیا کې د جوبایډن رأیي لږ تر لږه ډونالډ ټرمپ زیاتې شوې.

دا ایالت ډېر مهم دی، شل الیکټرول کالج رایي لري، که د دې ایالت رأیي بایډن وګټي په انتخاباتو کې به بریالی شي.