حج او اوقافو وزارت د پاکستان د یوه مذهبي مشر حامدالحق څرګندونې غندلي

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د پاکستان د یوه مذهبي مشر حامدالحق هغه څرګندونې په کلکه غندلي چې ویلي یې دي افغان حکومت دې وسله والو طالبانو ته تسلیم شي.

حج او اوقافو وزارت په دې تړاو جمعه ناوخته اعلامیه ورکړې.

حامدالحق وړمه ورځ د پېښور زبیریه مدرسې ته ورغلی و او د افغانستان په تړاو یې خبرې کړي.

نوموړي وسله وال طالبان بریالي وبلل، د هغوی جګړه یې چې ده جهاد ورته ویل توجیه کړه او هم یې افغان حکومت ته وړاندیز وکړ چې وسله والو طالبانو ته دې تسلیم شي.

حامد الحق د مولانا سمیع الحق زوی او ځای ناستی دی.

سمیع الحق چې د حقانیه مدرسې مشر او د جمعیت علمای اسلام ګوند رهبر و د طالبانو اصلي ملاتړی او معنوي پلار بلل کېده.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت په خپله اعلامیه کې تور لګولی چې د پاکستان همدغو مدرسو ترهګرو ته ځای ورکړی او مشران یې په دې څرګندونو افغانان نه شي غولولی.

دغه وزارت د پاکستان له اسلامي نظریاتي شورا غوښتي چې د حامدالحق د څرګندونو په تړاو خپل دریځ روښانه کړي.