پمپیو د میدان وردک د ښاروالې د پلار وژنه غندلې

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د میدان وردک د ښاروالې ظریفه غفاري د پلار عبدالواسع غفاري وژنه غندلې ده.

عبدالواسع غفاري پنجشنبه په کابل ښار کې د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي پمپیو ویلي، له کله چې ظریفه غفاري تېر مارچ په امریکا کې د زړورو ښځو نړیواله جایزه وګټله دوه واره پرې بریدونه شوي.

پمپیو ویلي چې د مېرمن غفاري د پلار د وژل کېدو په خاطر له هغې، کورنۍ او ټولنې سره یې غمشریکي ښيي.

اخوا د افغانستان جمهور رئیس هم د عبدالواسع غفاري وژنه غندلې او اړوندو ادارو ته یې د دې پېښې د هر اړخیزې څېړنې امر کړی.