د کوسوو پخوانی ولسمشر د هالند یوې توقیف خونې ته لېږدول شوی

د کوسوو پخوانی ولسمشر هاشم تاچي

د کوسوو پخوانی ولسمشر هاشم تاچي تر استعفا وروسته د هالند یوې توقیف خونې ته لېږدول شوی دی.

تاچي پرون وروسته تر دې استعفا وکړه چې د جنګي جرمونو محکمې له صربیا سره د ۱۹۹۰مې لسیز جګړه کې په جنګي او بشر ضد جنایتونو تورن کړ.

تاچي د کوسوو د خپلواکۍ ګټلو په دغې جګړه کې د چریکیانو یو مشر و.

له تاچي سره یوځای د کوسوو د ازادي غوښتونکي پوځ دوه نور پخواني غړي هم د هاګ یوې توقیف خونې ته انتقال شوي.

هاشم تاچي ویلي، د دې لپاره یې استعفا ورکړه چې د کوسوو جمهوریت د ولسمشرۍ، دولت او خلکو عزت خوندي کړي او د نړیوالو شریکانو ملګرتیا ته درناوی وکړي.