کندهار کې چارواکي ادعا کوي چې ګډو ځواکونو په بیلابېلو ولسوالیو کې له ۱۰۰ زیاتو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.
د والي ویاند بهیر احمدي رسنیو ته ویلي، د هوایي ځواکونو په ملاتړ دغه عملیات تېرو څلورویشتو ساعتونو کې شوي دي.
هغه زیاته کړه: "ګډو ځواکونو د کندهار په ارغنداب، میوند، پنجوایي، ژړۍ او یو شمېر نورو ولسوالیو کې چاڼیز عملیات کړي دي، دغو عملیاتو کې د وسله والو مخالفانو ۸۸ تنه وژل شوي او ۲۲ نور زخمیان شوي دي."
طالبانو تراوسه د حکومت د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
کندهار کې د ازادي راډیو خبریال وایي، د ارغنداب جګړه په دویمه اونۍ هم هماغسې توده ده.