ارجنټاین: 'ډییګو مر اډونا' به د درملنې لپاره روغتون کې پاتې شي

ډییګو مر اډونا

په ارجنټاین کې ډاکټرانو ویلي، د فوټبال وتلی ستوری ډییګو مر اډونا به د درملنې لپاره لږ څه زیات په روغتون کې پاتې شي.

شپېته کلن مر اډونا تېره دوشنبه د مغزو جراحي وکړه.

د هغه په دماغ کې د وینو یوه ټوټه ټوله شوې وه او عملیاتو ته یې اړتیا درلوده.

مر اډونا په ۱۹۸۶ کال کې ارجنټاین ته د فوتبال نړیواله اتلولي خپله کړه.

نوموړی له دې وړاندې د نشه یي توکو او الکهولو د استفادې له امله د زړه له ستونزو سره مخ شوی دی.