د کابل پولیسو په ارغندې کې د سوداګریزو بارونو باج اخیستوونکي ونیول

ارشیف

د کابل پولیس وایي، هغه وسله واله ډله یې ونیوله چې ارغندې سیمه کې یې له سوداګریزو بارونو یا محمولو باج اخیسته.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي، دغه یوولس کسیزه ډله ارغندې دورازې ته نږدې د پولیسو په یو لړ پېچلو عملیاتو کې ونیول شوه.

وزارت نیول شوي کسان (د جنایت کارانو ډله) یاده کړې او ویلي یې دي چې له ۷ میله وسلو سره یوځای د پولیسو لاس ته ورغلل.

وزارت د دغو نیول شویو کسانو او ترې د ترلاسه شویو وسلو انځورونه هم رسنیو ته لېږلي دي.

دا کار داسې مهال کېږي چې دغه ښار کې د ولسمشر د لومړي مرستیال په مشرۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې مبارزه ګړندۍ شوې ده.