فراه کې ماین چاودنې ۲ ملکيان وژلي او ۳ نور ټپیان دي

ارشیف

د فراه په لاش جوین ولسوالۍ کې د ماین چاودنې دوه ملکي کسان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب ازادي راډیو ته وویل، د دغو کسانو د سپرلۍ موټر پرون ماښام د ایران له پولې فرا ښار ته روان و چې پر ماین برابر شو.

تراوسه معلومه نه ده چې ماین د چا له خوا ایښودل شوی و.

فرا هغه ولایت دی چې یو شمېر ولسوالیو او ښار ته نژدې شاوخوا سیمو نه یې کله نا کله د ناامنیو راپورونه خپرېږي.