پکتیکا چارواکي: د یوه وسله والو په برید کې ۲ کسان وژل شوي

د ښرنې ښار یوه څنډه

پکتیکا کې یوه وسله وال کس په هغو کسانو ډزې کړي چې د ډوډۍ اخیستو لپاره د یوې نانوایي مخې ته ولاړ وو.

دغه ولایت کې د امنیه قومندانۍ د ویاند مرستیال محمد لعل امیري ازادي راډیو ته وویل، په برید کې یو ملکي او یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه: " تېر ماښام مرکز ښرنه کې وسله والو مخالفانو غلچکی برید ترسره کړ، شپږو تنو ته مرګ ژوبله واوښته، دوی کې یو د ملي اردو سرتېری او یو ملکي کس په شهادت ورسېدل او څلور نور ټپیان شول."

نوموړي ونه ویل چې ټپيان ټول ملکیان دي او که د ملي ارادو سرتېري هم په کې دي.

د امیري په وینا برید کوونکی د پېښې له ځایه تښتېدلی خو په نیولو پسې یې د افغان ځواکونو هڅې روانې دي.

د دې پېښې مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.