په بلخ او کندز ولایتونو کې په دوو جلا جلا عملیاتو کې څو کیلوګرامه نشه يي مواد او شراب ونیول شول.
په لومړۍ پېښه کې د بلخ ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د مزار شریف ښار په اتمه ناحیه کې (۳۷) کیلوګرامه چرس ونیول چې په یوه موټر کې پټ ايښودل شوي و.
د کندز ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند هجرت الله اکبري ازادۍ راډیو ته وویل: پولیسو په یوه بله پېښه کې د عقرب د میاشتې پر (۱۳) نېټه د کندز ښار په څلورمه ناحیه کې (۵۰) لېټره شراب ونیول چې د استوګنې په یوه کور کې پټ ايښودل شوي و.