د بدخشان ولایت پولیسو تخار ولایت ته د څه دپاسه لسو کیلوګرامو نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونیوله.
پولیسو د کشم ولسوالۍ په مادابه سیمه کې یوولس کیلوګرامه هیرویین هغه مهال ونیول چې په یوه موټر کې پټ ايښودل شوي او په پام کې وه چې د بدخشان ولایت له کشم ولسوالۍ څخه تخار ولایت ته قاچاق کړل شي.
د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ثناء الله روحاني ازادۍ راډیو ته وویل، د دې موادو د قاچاقو په تور د موټر چلوونکي په ګډون دوه کسان هم نیول شوي دي.