هرات کې د لسګونه ښوونځیو ودانۍګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

ارشیف

د هرات په ولایت کې د اووه نوي ښوونځیو ودانۍ د پنجشنبې په ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د پوهنې د وزارت سرپرستې، رنګینې حمیدي هرات ته د سفر پرمهال وویل چې دا ښوونځي د دې ولایت په دولس ولسوالیو کې د څلور سوه څلورویشت میلیونه افغانیو په لګښت ودان شول.

نوموړې زیاته کړه چې په ټول افغانستان کې اوس د ګڼو ښوونځیو د ودانیو د جوړېدو چارې روانې دي.

هغې زیاته کړه: "شپږ سوه ښوونځي بشپړ شوي، د نږدې دوه زره څلور سوه ښوونځيو د جوړېدو چارې روانې دي، هڅې کوو چې د پاتې درې زره ښوونځيو د جوړیدو لپاره پيسې چمتو شي څو دا ښوونځي هم تکمیل شي."

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دیارلس سوه اووه نویم کال په لومړیو کې ژمنه کړې وه چې په ټول افغانستان کې به د شپږ زره ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي.