جوبایډن خپل هېوادوال ارامۍ ته راوبلل

جوبایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند جوبایډن له امریکایانو وغوښتل چې "ارام واوسي."

دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا د ولسمشرۍ له کړکېچ د ډکو ټاکنو وروستۍ رایې په شمارل کېدو دي.

جوبایډن پرون په یوه اعلامیه کې وویل، له شک پرته که ټولې رایې وشمېرل شي، دی به په تدریجي ډول د ډونالډ ټرمپ پر وړاندې ګټونکی وي.

ښاغلی بایډن د ۲۷۰ الکتورال کالج یا ټاکنیزو کالجونو د رایو خپلولو ته نږدې شوی دی.

هر کاندید چې ۲۷۰ رایې پوره کړي، د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی بلل کېږي.

د جوبایډن د ټاکنیزو کالجونو د رایو شمېر ۲۵۳ او د ډونالډ ټرمپ ۲۱۴ دی.