اتریشي رهبران: د افراطیت پر وړاندې نور قانوني انتخابونه غواړو

د اتریش چارواکي د افراطیت پر وړاندې د مبارزې او د استخباراتي ادارو د اصلاحاتو لپاره پر نویو لارو چارو غور کوي.

دا هڅې د پلازمېنې ویانا په څو ساحو کې د تېرې دوشنبې له خونړي برید وروسته پیل شوي دي.

په هغه حمله کې څلور کسان وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي، حمله کوونکی وروسته د پولیسو له خوا ووژل شو.

د حملې اصلي مسوول د داعش ډلې یو افراطي غړی بلل شوی او د اتریش چارواکو ته له مخکې خبرداری ورکړل شوی و چې دغه کس په ګاونډي هېواد سلواکیا کې د وسلو او مهماتو د پیرلو هڅه کړې وه.

حمله کوونکی ۲۰ کلن کوجتیم فیص الله بلل شوی چې مخکې په سوریه کې له داعش سره د یوځای کېدو د هڅې په تور نیول شوی او د ډسمبر میاشتې په لومړیو کې خوشې کړای شوی و.

حمله کوونکی ۲۰ کلن کوجتیم فیص الله بلل شوی

حمله کوونکي د اتریش او شمالي مقدونیا تابعیتونه درلودل او د اتریش چارواکي وايي، وروسته له هغې چې دغه ځوان له داعش سره په ملګري کېدو تورن شو، دوی ونه توانېدل د ده اتریشي تابعیت فسخه کړي.

چارواکي وايي، له دې سره کوجتیم فیص الله تر خوشې کېدو وروسته هم، د تمې خلاف اصلاح نه شو او د اتریش قضايي سیسټم د افراطیت ضد پروګرام یې خطا ایست.

د اتریش صدراعظم د پنجشنبې په ورځ د پارلمان یوې ځانګړې جلسې ته وویل، اتریش نن سبا د ټولو قانوني اقداماتو صلاحیت نه لري چې پر افراطي کسانو بندیز ولګوي یا یې وڅاري.

سبستیان کُرز زیاته کړه، حکومت هم نه غواړي هغه وضعیت چې د تېرې دوشنبې ناوخته پېښ شو، بیا تکرار شي.

د صدارعظم مرستیال بیا د اتریش په استخباراتي سازمان کې د یو لړ اصلاحاتو غوښتنه وکړه.