بېلاروس کې د ټیلګرام د مشهور چینل د ۲ مدیرانو دوسیې پلټل کیږي

د بېلاروس چارواکو دغه هېواد کې د ټیلګرام د یوه مشهور چینل د دوو مدیرانو د دوسیو پلټنې پیل کړې.

د نکسټالایف (Nexta-Live) په نوم دغه چینل له ټاکنو وروسته اعتراضونه خپرول.

د بېلاروس د څیړنو کمېټې نن د پنجشنبې(د لړم ۱۵مه) په ورځ سټیفن پوتسیلا او رمان پراتاسویچ په پراخو ګډوډیو، د عامه نظم په ګډوډولو او د ټولنیزې کرکې په خپرولو تورن کړل.

دغه کسان د پولیسو تر تعقیب لاندې کسانو په ډله کې شامل شوي خو معلومه نه ده چې اوس چېرته دي؟

تېره اوونۍ د مېنسک یوې محکمې د نکستا لایف چینل په سخت دریځۍ تورن کړ او اطلاعاتو وزارت نه یې غوښتنه وکړه چې اطلاعاتو او انټرنټ ته یې لاس رسی محدود کړي.