افغان حکومت د اروپایي ټولنې او پاکستان ګډه وروستۍ اعلامیه مهمه بللې

افغان حکومت د سولې د خبرو په تړاو د اروپایي ټولنې او پاکستان ګډه اعلامیه مهمه بللې او هرکلی یې ترې کړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دوی د نړیوالو شریکانو له‎خوا د تاوتریخوالي کمولو او بیړني اوربند غوښتنه د سولې خبرې پیاوړې کوي او د بریالیتوب چانس یې ډېروي.
دې وزارت نن د پنجشنبې (د لړم ۱۵مه) په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د سولې د خبرو داسې پایله به ټولو ته د خوښې وړ وي چې جمهوري نظام او د افغانانو حقونه په‌کې خوندي وي.
پرون د چهارشنبې (د لړم ۱۴مه) په ورځ اروپایي ټولنې او پاکستان په بروکسل کې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې په‌کې یې د افغانستان د سولې وروستي پرمختګونه وستایل او د بشري اوربند غوښتنه یې وکړه.
دوی وویل، سوله کې پرمختګ خپله افغان لوریو"طالبانو او دولت" پورې تړلی، خو ټینګار یې کړی چې داسې سوله باید راشي چې د بشري حقونو، اقتصاد، مدني ازادیو او ډیموکراتیکو بنسټونه ساتنه یقیني کړي.