د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په میشیګان، پنسلوانیا او جورجیا ایالتونو کې چې د انتخاباتي سیالیو مهم ډګرونه بلل کېږي، د نومبر د درېیمې د انتخاباتو د رأیو د شمېرلو د درولو لپاره محکمې ته دعوا وړاندې کړې او ادعا یې کړې چې د رأیپاڼو پرانیستل او ورته لاسرسی یې شفاف نهدی.
د ټرمپ کمپاین پرون چهارشنبه په یوه بیان کې وویل چې د میشیګان ایالات محکمې تهیې شکایت کړی چې د رأیې شمېرل دې تر هغو ودرول شي ترڅو رأیې شمېرلو ته د بامفهومه لاسرسي مسئله تضمین شي.
په پنسلوانیا کې یې کمپاین د انتخاباتو چارواکي تورن کړي چې څارونکو تهیې اجازه نهده ورکړې د رأیو د شمېرلو ځای ته له اتو مترو نږدې ورشي او دعوا یې کړې چې په دې ایالت کې دې د رأیې د شمېرلو بهیر په موقت ډول ودرول شي.
په جنوبي ایالت جورجیا کې چې ټرمپ پر خپل سیال جوبایډن په ډېر لږ توپیر مخکې دی، د هغه کمپاین ویلي چې د دې ایالت ځینو برخو کې به د ورته ستونزو په خاطر د رأیو د شمېرلو د بهیر د درولو لپاره محکمې ته دعوا وړاندې کړي.
د ټرمپ کمپاین دغه دعوا داسې مهال کوي چې تر اوسه د انتخاباتي چارواکو لهخوا د نامناسبو یا غلطو کارونو په اړه شواهد نهدي وړاندې شوي.
تر اوسه پورې هېڅ یو کاندید نهدی بریالی شوی چې د الکټرول کالج یا انتخاباتي ۲۷۰ رأیې چې د بریالیتوب لپارهیې حتمي دي، وګټي. جوبایډن ۲۵۳ او ډونالد ټرمپ ۲۱۴ رأیې خپلې کړې دي.