د اسلامي نړۍ مشهور عالم او مفتي شیخ یوسف القرضاوي د افغانستان د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې خپلو دریځونو کې نرمښت راولي او د سولې لپاره ګام واخلي.
ښاغلي القرضاوي ویلي، "د اسلامي نړۍ علماء په افغانستان کې د جګړې په اړه غمجن دي، ځکه د جګړې لوري مسلمانان دي."
نوموړي دغه خبرې په دوحه کې د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي له یو شمېر غړو سره په کتنه کې کړي دي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغو لیدو کتو کې افغان مرکچیانو له القرضاوي سره د افغانستان په شرایطو او په جګړه کې د افغانانو د هرې ورځې قربانۍ په اړه خبرې کړې دي.
څو ورځې وړاندې د اندونیزیا یوه اسلامي بنسټ هم د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه "ناروا" بللې وه.