صالح: پر کابل پوهنتون برید د طالبانو کار دی

د افغانستان د ولسمشریزې ماڼۍ مرستیال امرالله صالح

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال وایي، موندنې یې ښيي چې پر کابل پوهنتون برید د طالبانو کار دی.

امرالله صالح پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې دغه موندنې د هغو شواهدو او څیړنو وروسته ورته ښکاره شوي چې ده نن سهار له نظره تېر کړل.

ښاغلي صالح له دې وړاندې هم ویلي چې افغانستان کې د تاوتریخوالي وړتیا یوازې طالبان لري او دغه ډله پر پوهنتون د برید مسئوله ده.

طالبانو بیا په جلا جلا خبرپاڼو کې پر پوهنتون برید غندلی او لاس لرل یې په کې رد کړي دي.

د تېرې دوشنبې په ورځ وسله وال د کابل پوهنتون حقوقو پوهنځي ته ننوتل او شاوخوا پنځوس محصلین یې په ډزو ووژل او ټپیان کړل.