د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي چې روان کال په دغه ولایت کې د شولو حاصلات۳۰ سلنه زیات شوي دي.
د دغه ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولایت د شولو کروندې څه باندې ۷۷۰ هکټاره زیات شوي او د حاصلات کچه یې هم د تېرکال پرتله ډېره شوې ده.
په خپرپاڼه کې یادونه شوې چې تېرکال د دې ولایت په ۱۴ زره او ۴۹۲ هکټاره ځمکه کې شولې کرل شوې وې چې د حاصلاتو کچه یې ۳۱ زره او ۱۱۹ مټریک ټنه وه.
د ننګرهار د کرنې ریاست ويلي، په ۱۱ ولسوالیو 'بهسود، کامه، کوز کونړ، دره نور، سرخرود، پچیراګام، بټي کوټ، رودات، هسکه مېنه، مومندره او خوګیانو' کې ۵۰۰ کروندګرو ته د شولې ننداریزې قطعې جوړې شوي وې چې د دې ولایت د شولو د حاصلاتو په زیاتوالي کې یې رغنده رول درلود.
د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول په ننګرهار ولایت کې شولې ډېرې کرل کېږي.