کندهار کې د جګړو اوونۍ پوره شوه، څومره تلفات رسېدلي؟

تر اوسه په دغه جګړو کې ۳۱۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د جګړې اوونۍ پوره شوه، خو لاهم جګړه روانه ده.

د دغه جګړې سره هم‌مهاله وسله‌والو طالبانو د تېرو درېیو ورځو راهیسي پر ژیړۍ، میوند او پنجوايي ولسوالیو هم بریدونه کړي.

چارواکي وايي تر اوسه په دغه جګړو کې ۳۱۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۹۲ نور ټپیان شوي دي.

په عین وخت کې د کندهار میرویس روغتون ته د روانو جګړو له پیله تر اوسه ۲۵ مړي او ۲۲۲ ټپیان وروړل شوي چې ډېره برخه‌یې ملکیان دي.

صادق رښتینی د کندهار ارغنداب ولسوالۍ ته تللی او په دې اړه راپور لري، د دې راپور اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار په اړه راپور