د ایران ستر مذهبي مشر ایتالله خامنهیي وایي، د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجه به د واشنګټن په وړاندې د تهران دریځ بدل نهکړي.
خامنهیي دغه څرګندونې پرون سې شنبه په تهران کې د امریکا سفارت د اشغال د ۴۱ کلیزې په مناسبت یوه ټلوېزیوني وینا کې وکړې.
ښاغلي خامنهیي زیاته کړه: "په موږ پورې به هېڅ اړه ونهلري، یعنې زموږ پر سیاست به هېڅ ډول اغېز نهکوي، زموږ سیاست سنجول شوی او مشخص دی او د افرادو ادلون بدلون پرې تأثیر نهلري."
د ۱۹۷۹ کال د نومبرپه څلورمه په ایران کې د امریکا سفارت د ایران رژیم د ملاتړو اشغال او امریکایي ډیپلوماتانیې د ۴۴۴ ورځو لپاره برمته کړل.
دغه پېښه د دې سبب شوه چې واشنګټن له تهران سره ډیپلوماتیکې اړيکې پرې کړي.
ایراني چارواکو سږکال د کرونا خپرې شوې وبا له امله د امریکا سفارت د اشغال په مناسبت منظمې غونډې لغوه کړې دي.