ټاکل شوې په لومړي ځل په هېواد کې د واليبال غوره لیګ پیل شي.
د افغانستان د واليبال فدراسیون مسؤل نعمت الله مشتاق نن د سې شنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) ازادي راډيو ته وویل، د دې لیګ پچه اچونه سبا چهارشنبې(د لړم ۱۴مه) په کابل کې پیلېږي.
د ده په خبره، په دې لیک کې ۶ لوبډلې د هېواد له ۶ زونونو څخه ونډه لري.
دغه سیالي د روان لړم میاشتې په ۲۱مې نېټې پیلیږي او تر۲۸ نېټې پورې دوام کوي.