روغتیا وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۵ تنه په کرونا اخته شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په وروستیو څو اوونیو کې د هېواد په کچه د کرونا وېروس په مثبتو پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

د دغه وزارت یوه ویاند نورالله تره‎کې د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کرونا وېروس د اخته کسانو د شمېرو په اړه وویل:"په تېرو۲۴ساعتونو کې په ټولو دولتي لابراتوارونو کې،۴۵۷مشکوکې پېښې ثبت شوي چې ۹۵ یې مثبتې دي. درې کسان مړه او۱۳رغېدلي دي. له دې سره په ټول افغانستان کې کرونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر۴۱۷۲۸ ته رسیږي."

پرون د عامې روغتیا سرپرست وزیر جواد احمد عثماني وویل، په ټولو دولتي او نادولتي ادارو کې د ماسک کارول جبري شوي دی.

ده له خلکو هم وغوښتل چې ټولنیز واټن مراعت او له محفلونو او ګڼې ګوڼې له جوړولو ډډه وکړي.