روغتیا وزارت: وروستیو اوونیو کې پر کرونا اخته کسان زیات شوي

د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر جواد عثماني ویلي،وضعیت د اضطراب حالت ته نه دی رسیدلی.

د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر جواد عثماني وايي، په وروستیو اوونیو کې پر کرونا وېروس د اخته کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.

ده د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۲مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل، وضعیت د اضطراب حالت ته نه‌دی رسیدلی، خو په‌کار ده چې خلک د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې په پام کې ونیسي.

ده وویل، په دولتي ادارو کې د ماسک کارول جبري شوي او له خلکو هم هیله ده چې د ماسک د کارولو ترڅنګ ټولنیز واټن جدي ونیسي.

ده دا هم وویل، که احتمالاً د کرونا وېروس دوهمه څپه راستنه شي، دوی ورته له مالي او تخنیکي پلوه چمتو دي:"مخکې له دې چې په کابل کې د کویډ-۱۹ د درملنې یو مرکز و، خو اوس ۱۳ دولتي او ۲۸ خصوصي مرکزونه فعال دي. د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره په کابل ښار کې یوازې یو روغتون موجود و، خو اوس ۱۷روغتونونه د کویډ-۱۹ د درملنې ظرفیت لري."

ښاغلي عثماني زیاته کړه، نړیوال بانک او اسیایي بانک له افغانستان سره د شاوخوا ۱۴۰ میلیونو ډالرو د مرستې ژمنه کړې چې تر څلورو کلونو پورې به د کویډ-۱۹ په درملنه او روغتیايي مرکزونو او روغتونونو په سمبالولو او تجهیزولو ولګول شي.