د کندز ولایت پر مقام د هاوان لګېدو پېښه کې ۴ تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.
د والي ویاند عصمتالله مرادي وایي، دغه هاوان تېر ماښام د ولایت د انګړ دننه د والیبال په میدان کې داسې مهال ولګېد چې د ولایت کارکوونکي په لوبه بوخت وو.
مرادي وایي پېښه کې ټول وژل شوي د ولایت ساتونکي دي او ټپیانو کې درې ساتونکي او درې نور ملکي کارکوونکي شامل دي.
د پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نهدی منلی، خو چارواکي وایي، هاوان طالبانو توغولی دی.
طالبان له تېرو څو کلونو راهیسې د کندز ښار شااوخوا سیمو کې فعالیت لري.