جرمني د کرونا ویروس مخنیوي لپاره یو میاشتنی نیمه ټولبنډ پیلوي

جرمني

جرمني د کرونا ویروس مخنیوي لپاره سر له نن د یوې میاشتې په مخه نیمه ټولبنډ پیلوي.

بلجیم هم چې اروپا کې د کرونا وبا له کبله ناوړه وضعیت لري، سر له نن نه قرنطین پيلوي.

فرانسې د تېرې جمعې په ورځ نوي ګامونه پورته کړل او هلته ۶۵ میلیونه کسان اړ شوي چې کورونو کې پاته شي.

پرتګال او اتریش به د همدې اوونۍ پای کې قسمي ټولبند وضع کړي او بریتانیا کې به د جمعې په ورځ ټولبند پیل شي.

ایټالیا، اسپانیې او پولنډ هم جدي محدودیتونه وضع کړي دي.

په همدې حال کې په امریکا کې د عفوني ناروغیو متخصص انتوني فاوچي ویلي، امریکا باید د کرونا له کبله خطرناک ژمي ته چمتووالی ولري.

امریکا کې تر اوسه نږدې دوه لکه او ۳۱ زره کسان د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

تېره اوونۍ په اوسط ډول هره ورځ ۸۷ زره کسان دغه هېواد کې په کرونا اخته شوي دي.