ملګري ملتونه: معافیت له خبریالانو سره د تاوتریخوالي جرمونه زیاتوي

ارشیف، کابل کې په یوه چاودنه کې وژل شوي افغان خبریالان

ملګري ملتونه وایي، له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د مجرمینو معافیت د دې ډول جرمونو له زیاتوالي سره مرسته کوي.

دغه سازمان دا څرګندونې د خبریالانو په وړاندې د جرایمو د معافیت د پای ته رسېدو نړیوالې ورځې په مناسب یوه راپور کې کړې دي.

راپور کې راغلي، تېرو ۱۴ کلونو کې نږدې ۱،۲۰۰ خبریالان په ټوله نړۍ کې وژل شوي او په خبره‌یې د ۹۰ فیصده خبریالانو د وژلو عاملانو سزا نه‌ده لیدلې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش په دې اړه خپل پيغام کې ویلي: "که موږ ژورنالېستان خوندي نه‌کړو، زموږ هغه وړتیا به چې باخبره پاته شو او د شواهدو پر بنسټ پرېکړې وکړو، په جدي ډول زیانمنه شي."

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې ژورنالېستان په‌کې د جګړې او تاوتریخوالي له کبله سختې ورځې ګالي.

دغلته تېرو ۱۹ کلونو کې ۱۳۲ خبریالان وژل شوي دي.