داوودزی: هېڅ هېواد ته د افغانستان له خاورې د استفادې اجازه نه‌ورکوو

د پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی عمر داوودزی

د پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی وايي افغانستان هېڅ هېواد ته له خپلې خاورې د سیاسي او نظامي استفادې اجازه نه‌ورکوي.

محمد عمر داوودزي پرون د ملي راډیو ټلوېزیون په یوه خپرونه کې دا خبره وکړه.

هغه زیاته کړه: "نه موږ هند ته اجازه ورکړې نه‌یې ورکوو، نه مو پاکستان ته اجازه ورکړې نه‌یې ورکوو، نه ایران ته او له دې وروسته که امریکایان لاړ شي، هغوی به هم دا اجازه نه‌لري."

د پاکستان صدراعظم عمران خان تېره اوونۍ ویلي وو، هېواد یې اندېښمن دی چې هندوستان به د افغانستان له خاورې د پاکستان د بې‌ثباتۍ لپاره کار واخلي.

ښاغلي داوودزي د یوه پارلماني هیئت په ترکیب کې تېره اوونۍ پاکستان ته سفر کړی و او هلته‌یې ویلي وو چې پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی چې د روان میلادي کال تر ختمېدو مخکې به په افغانستان کې اوربند ته زمینه برابره شي.