'د مالیزیا اسلامي یووالي نړیوالې مجمع د افغانستان جګړه ناروا وبلله'

ارشیف، کابل کې د چاودنې سیمه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د مالیزیا د اسلامي یووالي نړیوالې مجمع په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله.

دغه وزارت پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي، د مالیزیا دغه مجمع چې یوه معتبره اسلامي ټولنه ده په افغانستان کې یې جګړه غندلې او ناشرعي یې بللې ده.

وزارت وايي دې مجمعې پر دې موضوع په کوالالامپور کې د افغانستان سفارت ته په یوه لېږلي پیغام کې دا خبره کړې ده.

د مالیزیا دې مجمعې د خبرو له لارې د افغانستان د روانې کشالې د حل غوښتنه کړې ده.

تېره اوونۍ د کابل د لویې جرګې په تالار کې شااوخوا ۲،۵۰۰ راټولو شویو دیني عالمانو هم په هېواد کې روانه جګړه ناروا بللې وه او له حکومت او طالبانو یې د هغې د ختمولو غوښتنه کړې وه.