دفاع وزارت: د نادعلي لپاره د طالبانو د سرې قطعې قوماندان ووژل شو

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د هلمند د نادعلي ولسوالۍ لپاره د طالبانو د سرې قطعې قوماندان عبدالرحمن له ۷ نورو وسله والو طالبانو سره په یوه هوایي برید کې وژل شوی.

دغه وزارت نن په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې دا خبره کړې ده.

د اعلامیې له مخې د طالبانو د سرې قطعې دا قوماندان هغه وخت له خپلو کسانو سره ووژل شو چې د افغان ځواکونو په پوستو باندې یې د برید پلان درلود.

دفاع وزارت وايي، عبدالرحمن په نادعلي کې د طالبانو د سرې قطعې د پنځوس کسیزې ډلې قوماندان و.

د طالبانو سره قطعه د دې ډلې له سرسختو جنګیالیو جوړه ډله ده چې اکثر بریدونه رهبري او عملي کوي.

وسله والو طالبانو د افغانستان د دفاع وزارت د ادعا په ځواب کې تر اوسه څه نه دي ویلي.